سه شنبه , 30 اپریل 2024

کندهار کې پنځه وسله وال نیول شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په مرکز کې پنځه بریدګر نیولي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، یادو کسانو غوښتل په کندهار ښار او ولسوالیو کې دولت ضد کړنې ترسره کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې ونیول شول.

د خبرپاڼې په حواله، له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.