هندوستان کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ټېسټ لوب لړۍ کې کلین سویپ کړه

هندوستان کرکت ملي لوبډلې په درېیمه ټېسټ لوبه کې هم سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او کلین سویپ یې کړه.

په دغې لوبه کې هند لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې د روهیت شرما د ډبلې سلیزې په مرسته ۴۹۷

منډې وکړې.

سویلي افریقا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۶۲ او دویمه پاڼۍ کې توپ وهنه کې ۱۳۳ منډو اوټ شوه، چې د هند د یوې پاڼۍ منډې یې هم پوره نه کړې او لوبه یې ورته په یو اننګز او ۲۰۲ منډو وبایلله.

د هند لپاره د توپ اچونې دواړو پاڼیو کې محمد شمي او امیش یادف پنځه پنځه لوبغاړي وسوځول.

خو توپ وهنه کې ورته روهیت شرما ۲۱۲ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او اجینکا رهاني هم ۱۱۵ منډې ورته کړې وې.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې هم ترسره شوې، چې یوه یې د باران له امله مساوي، یوه هند او یوه سویلي افریقا ګټلې وه.

دغه سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره شوې.