د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، هېواد کې ۹۱۵ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي، چې دا شمېره د تېر په پرتله بې مخیني ده. له دې سره په ټول هېواد کې د یاد ویروس مثبتې پېښې ۱۸ زره ۹ سوه ۶۹ ته رسیږي. د یاد وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۹ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۱۸۷ تنه نور رغیدلي دي. افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا له امله ۳۰۹ تنه مړه شوي او ۱۷۶۲ تنه بېرته ښه شوي دي.
![](http://www.enikassradio.com/wp-content/uploads/2020/06/b_10-660x330.jpg)