غــزل

یوه شېبه مې هم بیخي چا سره نه خوښېږي

بغير له تا مې زندګي چا سره نه خوښېږي

له پېغلتوبه تویه شوې تروږمۍ خوره ده

په دې تیاره کې مې ځواني چا سره نه خوښېږي

د بې مثاله په مثال بې مثالي نه وژنم

ستا په خایست کې مې سیالي چا سره نه خوښېږي

شاعر سړی یمه په وینه کې مې امن ګرځي

زما خو هسې هم بدي چا سره نه خوښېږي

وینځې د وینځو نا لیدلي ځنځیرونه مینځي

د چا حرم کې ازادي چا سره نه خوښېږي

سعوده څرنګه چې ساه چا سره نه اخلمه

داسې مې خپله شاعري چا سره نه خوښېږي

ــــــــــــــــــــــ سید شاه سعود