ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وايي، د دې ولایت محبس څخه انسان تښتونکی له تیښتې وروسته یو ځل بیا له دوه میله وسلو سره نیول شوی دی.
دغه دفتر زیاتوي، د نجیب په نوم دې انسان تښتونکي څه موده مخکې یو کس وژلی و، چې پولیسو نیولی و او محکمې ورته د اتلس کاله بند سزا اورولې وه.
دوی وايي نن د جلال اباد ښآر ۹ حوزې اړوند ثمرخیلو سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو نیولی دی.
رسنیو دفتر وايي څه موده مخکې د ننګرهار پر محبس برید شوی و، چې هغه مهال دغه کس په تښیدی بریالی شوی و.