افغان کرکټ ملي لوبډلې سريلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې سريلانکا لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه.
په دې لوبه ترټولو زیاتې منډې ابراهيم ځدران وکړې، چې ۹۸ منډې جوړې کړې او همدارنګه رحمت شاه زرمتي ۵۵ منډې جوړې کړې.
د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي او فرید ملک دوه دوه لوبغاړي وسوځول.