د برېښنا شرکت مسوولین زیاتوي چې د دې پروژې ۹۹ سلنه وسایل تیار شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې هم پيل شي.
د برېښنا شرکت د چارواکو په خبره د دې پروژې په عملي کېدو سره به د هېواد په کچه د برېښنا د پرچاوۍ د کمښت ستونزه، په اساسي ډول سره حل شي. دا شرکت وايي، چې دا پروژه به د هېواد خصوصي سکټور لخوا عملي شي.