د بلوچستان د رساله لاين سيمي کورنۍ وايي، د پاکستان پوځ يې کورونه نړولي او دوی یې بې کوره کړي دي،چې اوس په اسلام اباد کي د اعتراض په موخه راټول شوي .
د دوی په وينا په بلوچستان کي یې لاریونونه کړي، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی، له همدې امله مجبوره شوي چي اسلام ابا ته ولاړ شي.
د بوري سیمي پولیس بیا وايي، دا حکومتي ځمکه ده او حق لري چي له دې سيمي يې وباسي.
د رپوټونو له مخي دپاکستان حکومت تل دبلوچستان له خلکو سره ناوړه چلنده کوي، چي د شمېرو له مخي یوازي تېر کال ۶۱۲ بلوڅان نادرکه کړي ،چې تر اوسه یی برخلیک نه دی معلوم.