د سرپل مرکز پل عالم کې په یوه کور کې ماین چاودنې، دیو طالب قومندان په ګډون څلور زامن وژلي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، دغه ماین تېره ورځ د مرکز قوش تپې سیمه کې د یوه کور په کوټه کې هغه مهال چاودلی چې بهر لیږدول کېده.
دی وايي، د یاد کور خاوند مولوي کمال نومېده او په سنگین مشهور و، چې په خپله د ماین جوړولو ماهر و او غوښتل یي، دغه ماین د مرکز اړوند سیداباد نومې سیمه کې افغان ځواکونو ته کیږدي.
د والي ویاند د سنگین د وژل شویو زامنو په اړه معلومات ور نه کړل؛ خو سرپل کې نورې سرچینې وايي، چې د مولوي کمال یا سنگین زامنو له طالبانو سره اړیکه نه لرله او د دوه زامنو عمرونه یې هم لږ و.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو بیا په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلخ په ذاکر خیلو سیمه کې د خپل ماین چاودنې درې طالبان وژلي دي.
طالبانو په دې اړه لا خپل نظر نه دی څرگند کړی؛ خو په تېر کې هغوی دغه ډول ادعاوې ناسمې بللې.