د برتانیا وتلې فوټبال لوبډله مانچسټر یونایټېډ د نړۍ په کچه د ۲۰۱۵ -۲۰۱۶ لمریز کال کې تر ټولو ګټوره او شتمنه لوبډله بلل شوې ده.
دا خبره (ډېلویټ) مالي شرکت په خپل کلني رپوټ کې کړې ده.
د رپوټ له مخې، مانچسټر یونایټېډ په تېر لوبیز کال کې ټولټال ۵۱۵ ملیونه پونډه ګټلي دي.
په دویم ځای کې د هسپانیا بارسلونا لوبډله ده او دریم ځای د هساپنا ریال ماډریډ خپل کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د ریال ماډریډ لوبډله له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې په پرلپسې توګه د نړۍ تر ټولو شتمنه لوبډله وه.
ډېلویټ شرکت وایي، په مالي ډګر کې د مانچسټر یونایټډ دا بریا د هغو قراردادونو له برکته ده چې دې لوبډلې د نړۍ له بېلابېلو شرکتونو سره کړي دي.
همدا ډول د برتانیا د فوټبال غوره لیګ (پریمیر لیګ) د فوټبال د نړۍ تر ټولو شتمن لیګ بلل شوی او د نړۍ په شلو شتمنو لوبډلو کې هم اته لوبډلې د دغه هېواد دي.