سه شنبه , 30 اپریل 2024

سونیل وايي، کپیل دې ځان ته نه غره کیږي

اسټرلیا ته د سفر پر مهال د کپیل شرما او د هغه د همکار سونیل ګرور ترمینځ د لفظې شخړي او ګواښونو خبرونه د هندي رسنیو لپاره ګرمه موضوع وه.

که څه هم وړمه ورځ کپیل شرما په خپل فیسبوک پاڼه او بیا په ټویټر ولیکل، چې رسنیو دا موضوع د منفي اړخه راخیستې او هسې غټه کړې ده، خو داسې ښکاري، چې سونیل (ډاکتر ګلاتي) په ریښتیا هم ډیر خفه دی.

کپیل شرما په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې سونیل يې ممکن په غیرې قصدي ډول خپه کړی وي، خو دې له هغه سره ډيره مینه لري.

بل پلو، سونیل ګرور چې تر اوسه په دې خبر چپ و، نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

((کپیل جي! تا زه ډیر خفه کړم. تاسره کار کول مې د ژوند ښه تجربه ده. خو یو مشوره مې واوره. موږ ټول د حیواناتو له ډلې څخه یو. ټول ستا په څیر بریالي نه یو. ستا په څير استعداد هم نه لرو. خو که دا ټول ستا په څير لایقه او کامیاب وه، نو ستا ارزښت به له کومه شوی و. نو له تا څخه غواړم، چې د نورو په وړاندې لږ موادابانه او شریف چلند وکړئ. او همدارنګه، که څوک تاته ښه لاره ښيي، نو مه يې تحقیروه. د ښځو په مخکې نارینه و ته بده ژبه مه کاروه. دا ستا ((شو ـ پروګرام)) دی. ته چې هر کله وغواړي یو کس ایستلی او بل راوستلای شي؛ خو هیڅلکه هم له ځان نه خدای مه جوړوه. د ځان خیال ساته. او په مخ کې دې نور بریالیتوبونه غواړم.))

یوې هندې رسنۍ خبر ورکړی و، چې سونیل ګرور شاید نور دې پروګرام ته رانشي، خو خپله سونیل په دې اړه څه نه دي ویلي.