د افغان ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې د ۳ مشهورو مخالفینو په وژل کېدو سربېره ۵ نور یې شدید زخمیان شوي.
تېر ماښام ناوخته د الیشنګ مرکز اړوند سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو اومخالیفنو تر منځ نښته شوې چې د ابوبکر او الیاس په نومونو د دوو مشهورو سرګروپانو په شمول ۳ تنه وژل شوي او پینځه تنه نور یې شدید زخمیان شوي دي.
وژل شويو کسانو په یاده سیمه سربېره د الیشنګ ولسوالۍ په نورو برخو کې هم په ډېری تروریستي کړنو او د بېګناه انسانانو په وژنو کې لاس درلود چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر څار لاندې و.
په دغه وسلواله نښته کې دوه تنه پولیس او یو تن د ملي اردو سرباز هم برسېرن ټپیان شوي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی