په ایران کې دهوادخراب والي له امله ۱۳۰موټرټکر شوي

په ایران کې دناسمې هوا له کبله  ۱۳۰ښاري موټرونه یوله بل سره ټکر شوې  لومړني معلومات ښاې په دغه پیښه کې ۶۰کسان وژل شوي اوپه لسګونو نور ټپیان دي.

په همدې اړه دایران خراسان دپولیسو امینه قوماندانۍ معاون رضوي ویلي چي دخرابې هوا له امله نن دمشهد او شوستري علاقي ترمنځ په یوه لویه ازادره څلورلارې کې دموټرونو ټکر چي دیوه ځنځیرپه شان یوبل پسي په تیزۍ روان و ترسره شوی دی.

ځايي چارواکي وايي چي اوس په دې لاره باندې دتګ راتګ چارې تړل شوې دي ،خو وايي چي ډير ژر به دموټرو په وړاندې لاره پرانیزي.

دهمدې ټکرپه مهال دعاجلو مرستو ادارې ټپیان دسیمې ځای روغتون ته رسولي،خوچارواکي کوشش کوي چي یاده لاره بیرته دترافیکو په وړاندې فعاله کړي.

خوددې پېښې وروسته ټولو اړونده سیموته خبرداری ورکړل شوي چي ترافیکي اصول مراعت کړي اودسرعت په ځای له کنترول څخه کارواخلي.