په فراه کې دوه تنه ملکي وګړي دطالبانو په ډزو ووژل شو

دوسله والو طالبانو له خوا تیره ورځ په فراه ولايت کې ديوهاوان دلګيدو له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول او يو تن ټپي شو.

دفراه ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر وويل ،چې دوه تنه ملکي وګړي دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له خوا دهاوان دلګيدو له امله شهيدان او يو تن بل ټپي شو.

دباهر په خبره ټپي شوى سړى روغتون ته ليږدول شوى خو ډاکترانو د ده روغتيايي حالت خراب بللى دى.