د پاکستان پنجاب ايالت سرگودې ولسوالۍ کې يوه پير د خپلو درېو ملگرو په ملتيا خپل شل مریدان په چړو او تبرونو وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د سرگودې پوليس وايي، چې د جمعې له شپې دغه پير د مريدانو وژنه پيل کړې وه، خو دوی د شنبې په ورځ ترې خبر شول.
د پېښې له ځايه په تېښته بريالۍ شوې ښځې د سرگودې دولتي روغتون کې رسنيو ته وويل، چې پير عبدالوحيد خپلو مريدانو ته د کونيکا په نوم شراب ورکړل، په خپله يې هم وڅښل او له هغې وروسته يې پر خپلو مريدانو د تبر او چړو بريدونه پيل کړل.
رپوټونه وايي، هر مريد يې جلا جلا ځای کې لوڅ پروت و، د چړو او تبرونو گوزارونه پرې شوي وو
په دغه پېښه کې شل کسان وژل شوي او څلور ټپيان د سرگودې روغتون ته لېږدول شوي دي.
پوليس وايي، خليفه عبدالوحيد يې له خپلو درې ملگرو سره نيولی او پوښتنې گروېږنې ترې روانې دي.
د سيمې خلکو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان ټول د خليفه عبدالوحيد مريدان وو، چې اوولس يې نارینه او درې يې ښځينه وې.
د پاکستاني رسنيو په وينا خليفه عبدالوحيد له دې وړاندې د پنجاب ايالت د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال مشر و، له تقاعد وروسته يې خپل کلي کې له ځانه پير جوړ کړی و او گڼ شمېر پلويان يې پيدا کړي وو.