عراقي رسنۍ وايي دداعش ډلې دویمه درجه مشر ایاد الجمیلي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. دعراق دولتي تلویزیون وايي، الجمیلي د ابوبکر البغدادي مرستیال و، چې د سوریې پولې ته نېږدې د عراقي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
راپورونه وايي چې یاد کس د داعش ډلې د جګړې وزیر و او د ډيری سترو بریدونو طراحي دده په غاړه وه. عراقي چارواکو ویلی، چې لا هم په موصل او ځینو نورو ښارونو کې دداعش ډلې د ځپلو لپاره عملیات روان دي خو دغه ډله تر سخت فشار لاندې ده