دسعودي پاچا دولتي چارې په خپلې کورنۍ راټولې کړې

سعودي عربستان پاچا دامریکا سفارت لپاره خپل دنوي سفیرپه ځای خپل زوی دسفیرپه توګه نومولی دی.

په همدې اړه دسعودي عربستان رسمي خبرپاڼې تیره ورځ ویلي چي امریکا او سعودي دښواړیکوپه موخه چي یوبل ته ضرورت لري په همدې اړه یې دسعودي پاچا خپل زوی شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز امریکا کې دسعودي سفارت ونوماو.

مخکې تردې په امریکا کې دسعودي سفیر شهزاده عبدالله بن فیصل بن ترکي و چي اوس یې په ځای دسعودي پاچا زوی خالد بن سلمان وګومارل شو.

عجیبه داده چي نوی سفیر دایف ۱۵جنګي الوتکو پېلوټ دی چي په دې وروستیوکې یې په سوریه کې د داعش وسله والوپه ضد هوايي حملې هم کړې ،خو دسعودي پآچا له نظامي چارو څخه هغه دبهرنیوديپلوماتیکو اړیکو لپاره وټاکلو.

بله عجیبه داده چي دسعودي پاچا دهمدې زوی ترڅنګ خپل یو بل زوی شهزاده عبدالعزیزبن سلمان دانرژۍ په چاروکې وزیرټاکلی دی چي ټولې دولتي چارې یې په خپل کور اوکهول راټولې کړې دي.