سه شنبه , 30 اپریل 2024

د رياض غونډه د افغانستان د امنيتي ستونزو څرګندولو لپاره ښه فرصت دى

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په خپل لومړني بهرني سفر کې عربستان ته تللى، څو د ياد هېواد له چارواکو سره له ليدو سربېره په دغه ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د مرستې او همکارۍ اړتيا په برخه کې خبرې وکړي.

د سياسي چارو کارپوه بشيراحمد بېژن وويل، دغه ناسته ډېره مهمه ده او افغانستان په کې ښه ګټه پورته کولى شي.

هغه زياته کړه: “ولسمشر بايد په دغه ناسته کې په ډېر جرئت او مدبرانه ډول خپله بيانيه وړاندې کړي او واقعيت دا چې افغانستان څرنګه د ترهګرۍ قرباني شوى او خلک يې هره ورځ قرباني ورکوي، دغو ټولو ټکو ته بايد په څرګند ډول اشاره وکړي.”

بيژن وويل: “ولسمشر اشرف غني بايد له اسلامي هېوادونو وغواړي، چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې يواځې پرېنږدي او دا ووايي، چې د افغانستان يواځې پرېښودل به د دوى په ګټه نه وي، چې د يادې ناامنۍ لمن به د دوى هېوادونو ته هم ورسيږي.”

دغه راز د ولسي جرګې غړي شېرمحمد اخندزاده وويل، دا ناسته د افغانستان لپاره يوه با ارزښته غونډه چې بايد ښه ګټه ترې پورته کړي.

هغه زياته کړه: “موږ له ولسمشر محمد اشرف غني غواړو، څو په دغه ناسته کې د هېواد د رښتيني وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړي او ونه وايي چې د پاکستان منزوي کېدل زموږ په ګټه نه دي، بلکې ووايي چې پاکستان بايد افغانستان کې د جګړې له دوام څخه د ملاتړ له امله منزوي شي.”

اخندزاده پر دې خبرې د ټينګار ترڅنګ، چې افغانان سوله غواړي او له جګړې ستړي شوي، وويل: “موږ سوله غواړو، له ډونالډ ټرمپ هم غواړو چې د افغانستان په اړه سمه پرېکړه وکړي، که چېرې امريکا په رښتيا زموږ ملګرى وي؛ له موږ سره بايد د سولې په برخه کې مرسته وکړي.”

د ولسي جرګې د ياد غړي په وينا، که چېرې په ياده ناسته کې نړيوال لوړپوړي چارواکي د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي، هېواد کې سوله راتلى شي، چې د افغانستان سوله او امنيت د نړۍ په ګټه دى.