د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ تیره ورځ اعلان وکړ چې د ۱۱۰ملیارد ډالرو په ارزښت جنګي سازوسامان پلورلو تړونونه یې سعودي عربستان سره لاسلیک کړل.
دا تړونونه تیره ورځ سعودي عربستان ته د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه تاریخي سفر په ترڅ کې لاسلیک شول، د څارونکو او دواړو خواوو د ویناوو سره سم، د دواړو هیوادونو د اړیکو په تاریخ کې به دا یو لوی باب وي.
په دې تړونونو کې جنګي کښتۍ، پرمختللې جنګي طیارې، جاسوسي سامان آلات، عصري جنګي ټانګونه، د فضایي او عصري بریښنایي جنګ وسائل او د پوځي استعمال نور ګڼ شیان دي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې دې تړونو سره به د خلیج امنیت غښتلی شي او دا ښکاره کوي چې امریکا د سیمې امنیت ته وفاداره ده، همداراز به امریکا کې په دفاعي څانګه کې زرګونه خلکو ته دندې موندې شي.
همداراز یې ویلي چې راتلونکو لسو کلونو لپاره د ۳۵۰ ملیارد ډالرو په ارزښت نور تفاهم لیکونه هم لاسلیک شوي دي.