د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به نن سې شنبه د روسیې په امنیتي غونډه کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د هېوادونو د ګډې مبارزې غوښتنه وکړي.
محمد حنیف اتمر پرون مسکو ته لاړ چې د روسیې په اتم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اتمر به نن د کنفرانس تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د ترورېزم پر ضد جګړه کې د افغانستان پر اندېښنو خبرې وکړي.
یو شمېر افغان چارواکو په وروستیو کې روسیه له طالبانو سره په ملاتړ تورنه کړې خو روسیه له طالبانو سره تسلیحاتي ملاتړ ردوي او وايي چې له دې ډلې سرهیې د داعش په وړاندې د روسیې د اندېښنو او سولې ته د طالبانو د هڅولو په هدف تماسونه نیولي دي.
ټاکل شوې ده چې د روسیې په امنیتي کنفرانس کې چې ډېر تمرکز بهیې له اسلامي دولت یا داعش سره پر مبارزې وي، د ۲۵ هېوادونو امنیتي چارواکي ګډون وکړي.