د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا جوړه شوې د قرانکریم د ښکلي قرائت د سیالۍ په وروستۍ شپه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت په کولتوري مرکز کې جوړه شوې د سیالۍ د وروستي پړاو په مراسمو کډونوالو ته په وینا کې وویل « په واقعیت سره پدې سیالۍ کې ګډون کوونکو قاریانو د ښکلو قرائتونو سره د تلویزیون نندارچیان ډیر خوشحاله کړي دي. د ترکیې خلکو دا سیالي په ډیر شوق سره ننداره کړه. »
ولسمشر اردوغان وویل چې په ښکلي غږ او صحي ډول سره د قرانکریم قرائت کول ځانګړی اهمیت لري.
ولسمشر اردوغان پدې سیالۍ کې د اول مقام ګټوونکي قاري مصطفی التن ته د ترکیې د مشهور خطاط قره هیساري په ښکلي خط لیکل شوی قرانکریم په ډالۍ کې ورکړ.
ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې ګورو دلته په سیالۍ کې د قاریانو په مخکې هم همدا قرانکریم پروت دی. ښکلی تصادف وشو.
هغه وویل چې په واقعیت چې د هیواد نامتو خطاط قره هیساري د ډیر ځانګړي مهارت او ښکلي خط سره دا قرانکریم لیکلی دی. تزیین په برخه کې هم د ویلو لپاره څه نلرو. هره پاڼه يي په جلا جلا توګه تزیین او تزهیب شوې ده . د هیواد دې نامتو خطاط ته د الله نه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو.
ولسمشر اردوغان پدې سیالۍ کې د دویم مقام ګټوونکي قاري شکور اصل ایرن او د دریم مقام ګټوونکي قاري عثمان بوستانجي ته هم عیني قرانکریمونه په ډالۍ کې ورکړل.