پاکستاني رسنیو خبر ورکړي چي چاودنې د پاړه چنار په تورې مارکيټ کي شوې.
د چاودنو بر مهال خلکو د اختر لپاره په سودا رانیولو بوخت وه.
ویل کیږي لومړی يوه کوچنۍ چاودنه وشوه خو چي خلک د چاودنې په ځای کي راغونډ شول نو بيا يوه زوروره چاودنه وشوه.
د راپورونو له مخې چي په چاودنه کي اتلس تنه وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان دي.
عيني شاهدانو ویلي چي بريد ځانمرګی و.