سه شنبه , 30 اپریل 2024

شپږیزه لیګ: د راشد خان پیاوړې توپ اچونې د امو نهنگان له ماتې سره مخ کړه

د شپږیزې لیگ د نن ورځې دوهمې لوبې کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې د راشد خان پیاوړې توپ اچونې پر مټ د امو نهنگانو ته په نهو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه بند امیر ښامارانو لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د امو نهنگانو لوبډلې توپ وهونکي له ځانگړو منډو جوړولو پرته د بند امیر ښامارانو ښکار شول او ۱۸٫۳ اورونو کې يي یوازې ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

امو نهنگانو لوبډلې لپاره پروېز ملکزی په ۲۳ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

بند امیر ښامارانو لوبډلې لپاره راشد خان تر ټولو بریالۍ او اقتصادي توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل څلور اورونو کې یوازې ۱۰ منډو ورکولو سره ۴ مهمې وېکېټې واخیستې.

مسلم موسی ۲ او چېتارا او وفادار یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د بند امیر ښامارانو ټاکل شوی هدف یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره ۱۱٫۲ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

بند امیر ښامارانو لپاره حضرت الله په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړ و.

جاوېد احمدي په ۲۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۷ او نجیب الله ځدران په ۱۶ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۰ ناسوځېدلو منډو جوړلو سره هم ښه وځلېدل.

امو نهنگانو لپاره یوازې یوسف ځاځی یوه وېکېټه واخیسته.