سه شنبه , 30 اپریل 2024

حکمتیار: که په ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي ونه شي دلا مثبت بدلون هیله ترې شته

د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وايي، که د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې له درغلۍ پاکې وي په هېواد کې د مثبت تغیر تمه شته او په وینا یې دوی به هم د عادلانه او رڼو ټاکنو لپاره غږ پورته کوي.

حکمتیار چې تیره ورځ هرات تللی و او د هرات په جامع جومات کې یوې غونډې ته وویل، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان لپاره مهمې او برخلیک ټاکونکې دي.

د هغه په وینا اوس هم تمه لري، چې په نږدې راتلونکې کې  مثبت او لوی تغیر راشي او د افغانستان حالات مثبت لوري ته ولاړ شي.

حکمتیار لسگونه کسانو ته په وینا کې همداراز وویل، چې دی هرات ته د سولې له پيغام سره راغلی او غواړي د هرات ټول خلک د سراسري سولې د پيل الگو شي

د حکمتیار په وینا د روسانو له تيري تر ننه ټولې جگړې په افغانانو تپل شوې او اوسنۍ جگړه هم پردۍ ده چې له افغانانو قرباني اخلي.

د حزب اسلامي مشر تر دې وړاندې هم د ټاکنو په اړه ویلي و، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به یوه داسې نوماند نه ملاتړ کوي، چې د افغانستان خلکو او نړۍ ته د منلو وړ وي.

هغه ویلي و، دی په خپله د نوماندۍ اراده نه لري، ځکه د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه له ده سره موافق نه دي.