سه شنبه , 30 اپریل 2024

څنګه د ځان په اړه مثبت فکر وکړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ژوند ډېرې ننګونې لري، چې له امله یې زموږ له پاره ډېرې ستونزې را منځته کېږي، خو همدا ننګونې کولای شي، له موږ سره مرسته وکړي، چې ستړی کوونکی ژوند، د مثبت فکر له پاره یوه ننګونه ووینو

۱ ـــ په یوه وخت کې یوازې په یوې موضوع باندې تمرکز وکړئ:

دا کار له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو ښه احساس ولرئ او ذهن مو سم فکر وکړي، پوه شئ، دقیقاً غواړئ څه وکړئ او سمه تګلاره وټاکئ.

۲ ـــ خوش بین واوسئ:

کله چې زموږ په ژوند کې تېروتنه شتون لري، نو دې ته لېواله کېږو، ترڅو له ټولو هغو څیزونو څخه لرې والی اختیار کړو، چې ښایي زموږ له پاره ښه احساس را منځته کړي. هڅه وکړئ، چې د قضیې مثبت اړخ ته پام وکړئ او ټولو هغو کارونو ته وګورئ، چې مخکې مو په بشپړه توګه او په بریالیتوب سره ترسره کړي دي، د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې د دې سبب ګرځي، ترڅو خوشاله او آرامه واوسئ.

۳ ـــ ځانته آرامتیا ورکړئ:

له لنډ مهالي استراحت پرته دروند او سخت کار کول، یو له هغو مواردو څخه دی، چې نا اړین اروایي فشار را منځته کوي. کله چې داسې احساس کوئ، چې له کچې ډېر کار مو ترسره کړی دی، نو ځانته یو لنډ مهالی استراحت ورکړئ، لکه: یو لنډ چرت، د کتاب مطالعه او یا موسیقي ته غوږ نیول.

۴ ـــ خپل افکار ولیکئ او سم یې کړئ:

منفي افکار په ځانګړې توګه په شپه کې ښایي ستړي کوونکي واوسي، د یاد داښت یوه کتابچه را واخلئ او ټول هغه افکار ولیکئ، کوم چې په ذهن کې مو را منځته کېږي، چې کېدای شي، وېره، د نه خوندیتوب احساس، کرکه پارونکي افکار او نور … وي، دا چې ومو لیکل، نو وې لولئ او په ډاډ منه توګه یې بیا ولیکئ.

د بېلګې په توګه: له ځانه کرکه لرم، ځکه چې د هیچا نه خوښېږم او زه یو بې ګټې انسان یم په مثبته بڼه بدلون ورکړئ، حتا که چېرې په نامناسبو شرایطو کې هم یم، نو پوهېږم، چې داسې افراد شته، چې له ماسره مینه لري او ماته ارزښت را کوي او یو ښه شخص یم.

۵ ـــ په اړه یې شفاهي خبرې وکړئ:

کله چې له غم، اندېښنې، خواشيني او غوسې څخه تر پوزې رسېدلي یاست او غواړئ په اړه یې له چا سره خبرې وکړئ، ښایي دا کار ډېر سخت او ستونزمن ښکاره شي. داسې یو څوک وټاکئ، چې پرې باور لرئ او کولای شئ، ترې وغواړئ، چې خبرو ته مو غوږ ونیسي، په دې اړه، چې څه حس لرئ او دا چې ولې دا احساس درته پیدا شوی دی او کوم کارونه کولای شي، د فکر بڼې ته مو بدلون ورکړي، خبرې وکړئ.

۶ ـــ د لارې ټاکنه:

ورځني کارونه د وخت په تېرېدو یو اړخیزه بڼه پیدا کوي او کله چې غواړئ، د ځان د آرامه کولو له پاره، له پخوانۍ تګلارې څخه ګټه واخلئ، ښایي ونه شي کولای، چې د تېر په څېر اغېزمنه واوسي، د نویو لارو په لټه کې واوسئ، ترڅو وکولای شئ، له وېرې او ژور خپګان څخه مخنیوی وکړئ. لکه: د ساه ایستنې تمرینونه، ژوره ساه وباسئ او په دې وخت کې د یوه مثبت څیز په اړه فکر وکړئ.