سه شنبه , 30 اپریل 2024

په دودونو باندې کنترول موندل

دا زاړه دودونه ، عادتونه او ورستې شوې طریقې د پرمختګ د لارې د ستر خنډ باعث ګرځي په دې سربیره دا مشکل رامنځته کیږي ، چې خلک ددغو زړو او ورسته پاتې دودونوسره کلک عادي شوي دي او پرېښودلو ته یې چمتووالی نه ښیي ، که چېرې تاسو د هغې د بدلون هڅه وکړئ؛نو درته وبه ویل شي،چې:

زه له کالونو راهیسې په همدې طریقه باندې عمل کوم اوس د هغې بدلولو ته چمتو نه یم.

ځینې خلک لا هم دا جواز وړاندې کوي ، چې زه انسان یم او دانساني فطرت ځانګړتیا داده ، چې هغه د کومې تبدیلۍ د پا ره په چټکۍ سره نه چمتو کیږي ؛ خو موږ له دې نظر سره توافق نه لرو او ملاتړیې نه کوو. د جوړونې او رغاونې علم او دانسان پیژندنې علم زموږ  د دې ادعا تصدیق کړی دی، چې په انسانانو کې د تغیر منلو کچه تر حیرانوونکې کچې زیاته ده که کوم شخص د کومې تبدیلۍ د ګټورې او مثبتې يایلې د پاره وهڅول شي؛ نو هغه سمدستي دې تبدیلۍ او تغیر ته ځان چمتو کولای شي. هو! خو اصلي خبره داده ، چې له دودیزو طریقو څخه هغه ته د باور او اعتماد یو احساس کیږي او ده ته د ذهني خوندیتوب باور ورکوي.

خلک د هرې نوې خبرې له اختیارولو څخه ؛ ځکه ډډه کوي او بده یې ګڼي ، چې ښایي دا نوښت ، احتراع یا بدلون هغه ته  د خوندیتوب احساس ورنه کړای شي. خو که دغه خلکو ته داسې نمونې ، تجربې ، علمي ښودنې او مشاهدې وړاندې کړای شي او هغوی په خپله د ا محسوس کړي، چې دا نوي طریقې ډیرې غوره او ګټورې دي ؛ نو بیا په دې برخه کې د هغه وېره  او خوف ورو ورو پای ته رسیږي او هغه په خپله له نیو او تازه شیانو اوطریقو سره زړه لګوي او په دې ترتیب بیا د ورستو او زړو دودونو او رواجونو ځای نوي دودونه نیسي.

کله ، چې  تاسو په دې باورئ شی ، چې تاسو ته په ښه مسئولیت اداکولو او د اعلی صلاحیت د اداره  چلونې د رایج کولو د پاره د نوې زمانې نویو شیانو، نوی چاپیر یال او طریقو ته ریښتیا هم  ډیره اړتیا ده؛نوبیا تاسو په خپله د پخوانيو طریقو او زړو دودونو پریښودو ته چمتو کیږئ.