د میسټر پرفیکټ هر فلم یو ځانګړی پیغام لري، داسې چې لیدو ته به مو خپله را کشوي. هغه د خپل فلم د پرموشن لهپاره ځانګړې لارې غوره کوي او همدا وي چې کله فلم نندارې ته وړاندې شي، کروړونه یې ګټلې وي.
اوس د عامر خان نوی فلم ’’سیکرټ سپر سټار‘‘ پر لاره دی، خو د فلم په خپرېدو نه غږېږو، بلکې د هغه د لور له هغو خبرو خبر شئ چې خپل پلار ته یې بد تمیز ویلي دي.
هو! دا خبره د عامرخان خپلې لور نه ده کړې، بلکې په دنګل فلم کې د هغه د لور رول لوبوونکې زایره وسیم کړې او زیاتوي، کله یې چې د عامرخان د نوي فلم ټرېلر وکوت، نو یو ځل یې خو یې د عامرخان شکل او ږېري ته په کتو وویل چې دا یو ډېر بد تمیزه کس دی.
زایره وايي، عامر خان دومره زحمت باسي چې حتا د فلم لهپاره خپل وجود او بڼه هم هغسې جوړوي، کوم ډول چې د یوه فلم حقیقي صحنه یې غواړي.