دانعکاس راډيو دیکه زار ادبي خپرونې او طرحیه مشاعرې دویم شعري ټوک په ۱۷۳مخونو کې د۱۱۰۰ ټوکو په شمېرکې دچاپ ګانه ښکلی شو . دیکه زار دادویم ټوک دزاهدارمان په زیار چاپ ته چمتوشوی ، هغه زاهد چې دیکه زار خپرونې کوربه توب يې پرغاړه درلود . په یکه زار کې ددختیځ او او نوروسیمو دهغو شاعذرانو شعرونه چاپ شوي چې دانعکاس راډيو دیکه زار خپرونه کې طرحیه بیتونو ته لیکلي و او په خپرونه کې وړاندې کړیدي . یکه زار په جلالابادکې دشهباز خپروندی ټولنې له خوا په ښکلې پښتۍ او ښه کاغد چاپ شوید ی . دانعکاس راډیو دیکه زار خپرونه دوام لري او راتلونکي طرحیه شعرونه به هم په خپل نوبت دچاپ په ګانه سمبالیږي .