سه شنبه , 30 اپریل 2024

خيرن توپ او برياوي

تقریبا دوه کاله مخکې لیکل شوې کيسه حقیقت ته نږدې شوه. که خدای کول نړیوال جام به هم راوړو.

کوچينی توپ ورغړېد، په مردارو تورو بويناکه اوبو کې ډوب شو. څو ماشومانو منډه ور واخيسته، ټول له کثافاتو ډک لښتي ته ودرېدل، يو د لښتي پر ژۍ کېناست، په خواره خوله يې وويل:

_اوس به څه کوو؟

ځواب يې وانه ورېد، پورته يې وکتل، سترګې يې نهيلې وې.

يوه بل ماشوم د خپل زاړه کميس جېب ته لاس کړ، چاودې ګوتې يې تر شکېدلې جېب ووتې.

لاسونه جېبوته ولوېدل، اتو ماشومانو درې کلدارې راټولې کړې، خو د کرکټ نوي توپ پنځلس روپۍ غوښتې.

ناست ماشوم يوې بلې خواته وکتل، خيرنه پلاستيکي کڅوړه يې راپورته کړه، ښی لاس يې پکې ننه ايست.

ولاړو ماشومانو په حيرانۍ ورته کتل…

ناست ماشوم پرېووت، زنه يې پر خاورو ولګوله، لاس يې د لښتي په اوبو کې ننه ايست، شېبه وروسته ټولو ماشومانو چيغه کړه!

_خدايه شکر.

پروت ماشوم کېناست، له تورو اوبو را ايستلی توپ يې پر ځمکه کېښود، لاس يې وخوځاوه، لنده بويناکه پلاستيکي کڅوړه لاندې ولوېده.

يوه ماشوم پر خيرن توپ خپله لوڅه پښه کېښوده، توپ ېي څو ځله پر خړو خاورو وسولاوه. ټيټ شو، توپ يې ور واخيست، ټولو له خاورو ډک ميدان ته منډه کړه.

يو پر ځمکه د اېښودل شوې زړې غوړې بوشکې تر مخ ودرېد، په ښي لاس کې يې د لرګي پلنه زيږه تخته نيولې وه، تختې ته لاستی جوړ شوی و.

بل له لېرې منډه راواخيسته، ځای پرځای ودرېد، کېناست، د لوڅې پښې له تلې يې د ښيښې په وينو سره ټوټه وايسته، بېرته شاته لاړ، منډه يې راواخيسته، توپ يې وار کړ، چيغې شوې.

شپږيزه!!!!!!!

هماغه ماشوم بېرته شاته لاړ، خو دا ځل يې ژوبله پښه درنه پسې اخيسته، دوه، درې ځايه پر خړو خاورو د وينو سره څاڅکي پراته ول.

ماشوم مخ راواړاوه، توپ يې پر خپلو ګوتو کې ټينګ کړ، منډه يې واخيسته، تېز و، د کميس غاړه يې باد پورته درولې وه.

چيغې شوې.

اوټ!!!!!!!!

ليرې دوه له عمره پاخه سړي ولاړ و، يوه يې وويل:

_مړه دا مهاجر ام اجيبه خلک دي، په تشو ګېډو کرکټ کوي.

دوهم يې وخندل:

هډو، ته وايې چې عمران خان به ورنه جوړ شي چې ورلډ کپ راوړي.

کلونه ووتل، هماغه خړ او بېوزله ماشومان ځوانان شول، د ټولې خولې له خندا ډکې وې، دوی د کرکټ يوه داسې ټيم ته ماتې ورکړې وه چې د دنيا په لسو اولو ټيمونو کې راته.

ټول خوشاله ښکارېدل، په سترګو کې يې هيلې پرتې وې، د ورلډ کپ د ګټلو هيلې.

پای

ليکوال: نصيراحمد احمدي