د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) د ټولو غړو هېوادونو نوې درجه بندي خپره کړې چې دغې درجه بندۍ پر بنسټ د فوټبال په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره فلسطین نړیواله درجه بندۍکې اسراییل شا ته پرېښې.
د فیفا نړیوالې درجه بندۍ پر بنسټ د نړیوال جام گټونکې لوبډله جرمني اوس هم لومړی مقام لري.
تېره ورځ فیفا نوې درجه بندۍ خپره کړه چې دغه درجه بندۍ پر بنسټ د نړۍ لومړی پنځه لوبډلې خپل مقام په ساتلو بریالي شوي.
جرمني لومړۍ، برازیل دوهمه، پرتگال درېیمه، ارجنټاین څلورمه او بلجیم پنځمه غوره لوبډله ده.
د نوې درجه بندۍ د پام وړ اړخ دا دی چې فلسطین په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره اسراییل څخه وړاندې شوی او دغه لوبډله يي ډېره شا ته پرېښې.
نوې درجه بندۍ کې فلسطین د نړۍ ۸۲مه غوره لوبډله ده، په داسې حال کې چې اسراییل کمزورې لوبې له امله نړیوال جام ته لار نه موندلو سربېره ۱۶ نمرې کمېدو سره د نړۍ ۹۶مه لوبډله شوه.
دغه درجه بندۍ کې افغانستان هم ۷ درجې پرمختگ سره د نړۍ ۱۴۷مه لوبډله شوه. له دې وړاندې افغانستان د نړۍ ۱۵۴مه لوبډله وه.