دترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان داسلامي هیوادونو دغونډې دکوربتوب دملاتړ په حیث د فلسطين د دولت د مشر محمود عباس سره په استانبول كې ترغوندې وړاندې ځانګړې ليدنه کړي.
دترکيي ولسمشراردوغان دفلسطیني دولت مشر محمودعباس ته ډاډ څرګند کړی چې ددې هیوادپه شمول ګډه اسلامي نړۍ د دوی ترشاوړلاړ دي اودبیت المقدس ساتنه اواهمیت خپله فریضه ګڼي.
عباس د اسلامي همكاريو د سازمان په بېړنۍ غونډه كې د ګډون په موخه چې ټاكل شوې ده سبا ته به په استانبول كې پيل شي، د ګډون په موخه تركيې ته راغلى دى.
په همدې اړه ترکيي رسنۍ ټې ارټي خبري سرچینې ویلي چې داردوغان اوعباس په ليدنه كې د ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د پېژندلو نه وروسته پر روانو چارو تود بحث بحث وشو.
د تركيې ولسمشر اردوغان د اسلامي همكاريو د سازمان د دوره ايي مشر په توګه د بيت المقدس د مـسئلې په اړه د امريكا د ولسمشر دانلډ ټرمپ د غير مسئولانه څرګندونو نه وروسته په غړو هېوادونو غږ كړى و چې بېړنۍ غونډه جوړه كړي ،خودې غونډې کې به اسلامي هیوادونه خپل دریځ څرګند کړي.