سه شنبه , 30 اپریل 2024

د تاريخ سترې سمندري پېښې

 

ژباړن: محمد اصف سهار

د نړۍ په تاريخ کې زيات وخت انسانان د پېښو او حوادثو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی چې ځينې پيښې د وخت په تېرېدو سره د انسانانو له ياده وځي خو ځينې پېښې يې بيا داسې وي چې هېرېدل يې ناممکن وي، دلته هم د هغو لويو سمندري پېښو يادونه کوو چې په لويه اندازه انساني تلفات يې رامنځته کړي دي چې د مالي تلفاتو ترڅنګ يې په زرګونو ځاني تلفات هم ورکړي دی.

۱-د ۱۹۴۵ ميلادي کال د جنورۍ په مياشت کې د جرمن د پوځ ټرانسپورټي بيړۍ له شوروي ابدوز سره وجنګېده چې له امله يې ۹۴۰۰ تنه ووژل شول، دا پيښه د سمندري تاريخ تر ټولو لويه پيښه ده چې په يو وخت کې په دومره لويه کچه انسانان په کې وژل شوي دي، په دغه پيښه کې ۱۲۵۲ تنه انسانان ژوندي بچ شوي دي، دغه پيښه د بالتک په سمندر کې رامنځته شوې وه.

۲-په ۱۹۴۵ ميلادي کال کې يوه سمندري بېړۍ چې ۶۷۰۰ الماني عسکر او عام المانيان په کې سپاره وو چې د سفر پرمهال د بالتيک ۱۶ په سمندر کې د شوروي ابدوز له لوري بريد وشو چې له امله يې دغه بېړۍ سخته زيانمنه کړه، په دغه بريد کې له ۶۷۰۰ تنو څخه يې يوازې ۱۸۳ تنه ژوندي پاتې شول او نور ټول له منځه لاړل.

۳-په ۱۹۴۸ ميلادي کال دغه سمندري بېړۍ چې له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې کسان په کې سپاره وو، په يوه ناڅاپي توګه په کې چاودنه شوه، د پيښې څېړونکو ويلي دي چې ښايي دغه چاودنه د دوهم نړيوال جنګ څخه د پاتې شويو ځينو بمونو سره ټکر شوي وي، په دغه پيښه کې څه کم زر تنه وژغورل شول او نور ټول له منځه لاړل.

۴-دغه پيښه چې د ۱۹۴۰ ميلادي کال د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه په برتانيه کې رامنځته شوې ده، د برتانيه په سمندري تاريخ کې تر ټولو لويه سمندري پيښه ګڼل کيږي، دغه سمندري بېړۍ د دوهم نړيوال جنګ په عملياتو کې برخه درلوده او هڅه يې کوله چې له فرانسې څخه برتانوي اتباع او پوځيان وباسي، خو د المان پوځ پرې حمله وکړه چې له امله يې په اوبو کې ډوبه شوه او ۴ زره تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۵-د سنيګال دولتي سمندري بېړۍ ، چې د ۵۸۶ تنه مسافرو د لېږدولو وړتيا يې لرله، مګر د ۲۰۰۲ زيږديز کال د ستمبر په ۲۶ مه نېټه په کې نږدې دوه زره تنه سپاره شول چې ګميبيا ته نږدې له توپان سره مخ شوه او چپه شوه چې له امله يې ټول مسافر ډوب شول او شاوخوا ۱۰۰ تنه مسافرو ځانونه وژغورل.

۶-د ۱۹۱۵ کال د اګست په مياشت کې يوه سمندري بيړۍ چې زيات عسکر په کې سپاره وو، د جرمني ابدوز له لوري پرې د مزايلو بريد وشو چې له امله يې په دغه بريد کې ۹۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ددغه بريد په پايله کې يوازې د ۶ دقيقو په جريان کې ټوله سمندري بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوه چې ډير کم خلک ترې ژوندي بچ شول.