سه شنبه , 30 اپریل 2024

د شتمن کېدو لس رازونه

هغه کسان چې غواړي شتمن شي او یا هم شتمن دي د ځان لپاره خپلې تګلارې لري. ځینې د چانس له لارې شتمن کيږي او ځینې نور بیا د سخت کار او زیار له کبله خپل ورځني عواید لوړوي او شتمن کيږي. خو معمولاً شتمن کسان ځینې شریک عادتونه لري.

ولې ځینې کسان تر مرګه شتمن پاتې کيږي او ځینې نور بیا ټوله ورځ کړوپه ملا په کوڅو او بازار کې د یوې افغانۍ سوال کوي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې تل زموږ په ذهن کې راګرځي.

څېړونکو د پنځو کلونو په موده کې دوه ډلې، شتمن او بېوزلي خلک مطالعه کړي دي.

یادونه:

له بېوزلو څخه مو موخه هغه کسان نه دي، چې پیسې نه لري، بلکې هغه کسان دي، چې دوی د پیسو په مدیریت نه پوهيږي او تل یې جېبونه خالي وي»

د مطالعې پایلو ښودلې، چې تر ډېره د شتمنو او بېوزلو ترمنځ توپیر د هغوی په ورځنيو عادتونو پورې تړلې خبره ده. هغه خلک چې شتمن شوي کوم عادتونه لري او څه ډول توانېدلي، چې شتمن پاتې شي او خپلې پیسې مدیریت کړي؟. که تاسو هم غواړی، چې شتمن شی او خپلې پیسې په سم ډول مدیریت کړی، دغه ټکي په پام کې ونیسئ.

1- د شتمنېدو لپاره پر چانس تکیه مه کوئ

د دې لپاره چې شتمن شی او شتمن پاتې شی، ډېر لږ په چانس او بخت تکیه وکړئ. شتمن خلک پر دې باور دي، چې د ژوند لوری یې باید خپله وټاکي. څېړنو ثابته کړې چې ۹۰ سلنه خلک د خپلې بدبختۍ اصلي لامل خپل تندی او بخت بولي، خو داسې نه ده. راتلونکې مو په خپل لاس کې ده څه ډول چې وغواړی برابرولی یې شی.

۲- اړیکې پراخې کړئ

د شتمنو خلکو یو عادت دا دی، چې غواړي له نویو خلکو سره وپېژني. څېړنو ښودلې چې ۶۸ سلنه هغه خلک چې شتمن دي له دې سره مینه لري چې له نویو خلکو سره وپېژني او اړیکې ور سره زیاتې کړي. دغه چاره د دې لامل کيږي چې نوي څه زده کړي او خپل کار و بار ته پراختیا ورکړي. خو برعکس هغه خلک چې خپلې پیسې نه شي زیاتولی او نه یې شي ساتلی يوازې ۱۱ سلنه یې د دې مینه وال دي، چې اړیکې پراخې کړي او له نویو کسانو سره وپېژني.

۳- له دندې سره مو مینه ولرئ

وروستیو څېړنو ښودلې، هغه کسان چې شتمن دي، دوی تر ډېره له خپلې دندې سره مینه لري، خو برعکس بېوزلي کسان یوازې د خپلې دندې منفي برخو ته ګوري. له خپلې دندې سر ټکول هېڅکله تاسو د شتمن کېدو پر لوري نه شي بېولی. که له خپلې دندې سره مینه نه لری، بدله یې کړئ او یا هم د خپلې دندې مثبتو اړخونو ته فکر وکړئ.

۴- روغتیا ته مو پام وکړئ

شتمن خلک خپلې روغتیا ته ډېر پام کوي. دوی په منظم ډول ډاکټر ته مراجعه کوي او د ژوند تېرولو لپاره سالمه تګلاره لري. د ورزش له ګټو خبر دي او په منظمه توګه ورزش کوي. څېړنو ښودلې، ۷۶ سلنه هغه خلک چې شتمن دي په اونۍ کې څلور ورځې ورزش کوي، سالم غذایي رژیم لري او د نشه یي توکو له کارولو ډډه کوي. خو هغه خلک چې خپلې شتمنۍ نه شي ساتلی، د ژوند تګلاره یې غیر منظمه وي، ورزش نه کوي، خپلې روغتیا ته پام نه کوي او تر ډېره په لاس کې شته پیسې پر نشه یي توکو او مزو چړچو لګوي.

۵- خطر قبول کړئ

د شتمنو خلکو یو راز دا دی، چې خطر قبلوي. دوی پر هغه څه چې پانګونه کوي ورسره يو ځای خطر هم قبلوي، ځکه ګټه پر تاوان کيږي. څېړنو ښودلې ده هغه کسان چې نه شتمن کيږي شپږ سلنه یې مالي رېسک قبلوي، خو برعکس هغه کسان چې نن د شتمنۍ خاوندان دي له ۵۰ سلنې یې زیات رېسک قبول کړی دی. ډېری شتمنو کسانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د رېسک منلو پر وخت له ماتې سره هم مخ شوي دي، خو په بریالۍ توګه یې ترې ځان ایستلی دی.

۶- په ټلوېزیوني خپرونو پورې زړه مه تړئ

هغه کسان، چې خپلې شتمنۍ نه شي ساتلی او یا هم نه شي شتمن کېدای، دوی ۷۸ سلنه خپل ژوند پر هغو ټلوېزیوني خپرونو پورې تړلی دی، چې د نورو خلکو خصوصي ژوند پکې څېړل کيږي او یا هم هسې بوختوونکي سریالونه پکې خپريږي. خو په ټوله کې شتمن خلک خپل وخت پر دې ډول پروګرامونو نه تېروي، کېدای شي په ټوله ورځ کې یو ساعت ټلوېزیون وګوري. دغه ډول د انټرنېټ په برخه کې هم. دوی په ټوله ورځ کې یو ځل مجازي نړۍ ته سر ورښکاره کوي، خو که یې کار پر انټرنېټ پورې تړلی وي، بیا یې دا د کار یوه برخه بلل کېدای شي.

۷- مطالعه وکړئ

څېړنو ښودلې ده، هغه کسان چې نن شتمن دی، مطالعه یې د ژوند یوه برخه وه او لا هم ده. د مطالعې نه کول په دې مانا دي، چې تاسو اصلاً فکر نه کوی. ۸۸ سلنه شتمن خلک له دې خبرې سره همغږي دي. دوی د ورځې نیم ساعت د خپل کار اړوند، فردي وړتیا، تاریخ او ادبیاتو په برخه کې مطالعه کوي. خو د کمو عوایدو لرونکي کسان یوازې ۲سلنه یې دغه کار کوي.

ډېری کسان په کافي اندازه عواید لري، خو کله چې خبره کتاب ته ورسېږي بیا یې جېب خالي وي. خو نن سبا بیا د کتاب په برخه کې دا ستونزه هم هواره شوې ده، ځکه د مطالعې لپاره ډېرې نورې اسانه لرې هم شته، چې کولی شی ګټه ترې واخلی. هڅه وکړئ چې ځانونه پر مطالعې روږدي کړئ.

۸- سهار وختي پاڅېږئ

تر نیمایي زیات هغه کسان چې نن سبا د ښه کار او کسب خاوندان دي، درې ساعته له نورو مخکې پاڅېږي. دوی خپل دغه درې ساعته وخت ورزش، د ورځنیو پروګرامونو په اړه فکر کولو او دندې ته د تلو لپاره ځان برابرولو ته ورکوي. بریالي خلک لږ تر لږه د ورځې له لسو تر پنځلو دقیقو پورې وخت مراقبې ته ځانګړی کوي او په آرام ذهن فکر کوي.

د دوی سهار وختي پورته کېدل په دې مانا نه دي، چې خوب نه ورځي، بلکې ۸۹ سلنه شتمن خلک په کافي اندازه خوب لري، د شپې نهه یا لس بجې ويده کيږي، د شپې اووه یا اته ساعته خوب کوي.

۹- له منفي فکر کوونکو خلکو لرې اوسئ

وروستیو څېړنو ښودلې ده، ۹۶ سلنه هغه خلک چې کار و بار یې پرمختګ نه کوي، ضرور په څنګ کې داسې یو ملګری لري، چې له ژونده شکایت کوي او یا هم د شایعاتو له خپرولو سره مینه لري. خو بریالي خلک، بیا له داسې کسانو سره ملګرتیا کوي، چې تل مثبت فکر کوي او الهام بښوونکي وي. هڅه وکړئ د همدې ډول الهام بښوونکو او نوښتګرو ملګرو په لټه کې شئ بیا وګورئ، چې ژوند مو څه ډول بدلون کوي.

۱۰- اصراف مه کوئ

شتمن خلک، تل خپل جېب او راتلونکې ته په پام سره مغازې ته ننوځي. دوی که درې افغانۍ ګټي، دوې یې مصرفوی او یوه یې ذخیره کوي. خو هغه کسان، چې یوه یې دوې نه کيږي اصلي لامل یې دا دی، چې له عوایدو یې مصرف ډېر وي او په هېڅ ډول خپلې مالي چارې نه شي مدیریت کولی. تاسو به لیدلي وي، ډېری کسان نوي راغلي ټليفونونه، موټر او یا هم قېمتي توکي پېري، په داسې حال کې، چې نه یې توان او نه هم ورته اړتیا لري. فکر وکړئ یو کس په خپل بانکي اکونټ کې یوازې سل ډالره لري، خو ګرځنده ټليفون به یې بیا ۷۰۰ ډالره بیه لري، دغه څه د یاد کس د مالي مدیریت ضعف په ګوته کوي.