سه شنبه , 30 اپریل 2024

د پورن کتونکو هیوادونو نوملړ؛ پاکستان د مسلمانو هیوادو په سر کې ځای لري

د پورن هب ادارې د ۲۰۱۷ کال راپور خپور کړې، چې پکې د هیوادونو، پورن ستورو، او ګڼو نورو اړوند برخو په اړه مالومات خپاره شوي.

د راپور په اساس هغه هیوادونه، چې زیاتو خلکو په کې بربنډې ویډوګانې یا پورن لیدلی، سر کې يې متحده ایالات، دویمه درجه کې انګلستان او په دریمه درجه کې هندوستان راځي.

هندوستان تیر کال په دغه لیست کې څلورم ځای درلود.

پاکستان چې په عمومي نوملړ کې ۲۳ ام ځای لري، د مسلمانو هیوادو په سر کې دی.

د پورن ستورو په اړه ویل کیږي، چې سني لیون ددوې ترمینځ پینځم ځای لري. په هندوستان کې بیا سني لیون د پورن ستورو ترمینځ لومړی ځای خپل کړی.

عربه پورن ستورې میا خیلفه د نړۍ په کچه دوهمه ډیره لټول شوې پورن ستورې ده.

سني لیون چې یو وخت د پورن سټار وه، اوس د بالیووډ د فلمونو ستورې ده او د پورن سره يې مخه ښه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د نادیه عالي په نوم یوه پاکستانۍ جلۍ هم د پورن سټار په توګه کار کوي.