عبرتناکې جملې

مينه په تبسم پيل کيږي او په اوښکه پای ته رسیږي

په هغه چا مه ژاړه چې په تا نه ژاړي

دحقيقي ملګرو پيدا کول سخت دي پريښودل يي هم سخت دي او دهغوی هيرونه ناممکنه ده

کارونه دخبرو په مقابل کې ډير مؤثر وي

تيروخت مه پريږده چې خفه دی کړي ، بلکه هغه دی په ژوند کې له ډيرو مهمو کارونو څخه منع کوي

ځينی خلک ستا ژوند ستا صرف ستا په شتون خوشحاله ګرځوي او دغه خوشحالي تاپوری منحصروي

حقيقي ملګري دستورو په شان دي هميشه يي نه ګوری مګرپدی پوهيږي چي په اسمان کی شته

پداسی حال کی ته څه کوی چې هغه شخص دی وژړوي چې دژړا په وخت کې يي ستا اوښکی صفا کولی هغه دی وژړوي

ويده زمری مه ويښوه

دوهم چانس کله نا کله راځي

کله چې يوه دروازه بنده شي بله خلاصیږي

څوک چې دځان سره مينه لري هومره ورسره خلک نفرت پیداکوي

ژبه هډوکي ندي خو هډوکي ماتوي

ښکارکوونکی زمری دی چې مخی ته وي هغه له هغه خائن لیوه څخه بهتر دی چې شاته دی وي

کومه خبره چې دزړه څخه ووځي زړه ته ننوځي او کومه کلمه يا خبره چې دژبی څخه ووځي له غوږونو هم وځي

خلکو سره داسی معامله او روش وکړه څرنګه يي چې ته غواړي چې تاسره يي خلک وکړي

شیطان وايي : دادم ځوی ته حيران يم الله سره مينه لري او نافرماني يي هم کوي او له ماسره کرکه لري خو زما اطاعت کوي

له عجايبو څخه داده چې انسان دی ته پاملرنه کوي چې ماشوم ته لومړی خبری ښايي اوبيا ورته دچوپ کيدو ښوونه کوي

پوهان وايي : کله چې دچا سره ملګرتيا کوی نو په غصه يي کړه که په غصه کي يي انصاف وکړو نو ملګرتيا يي مه پريږده او که ملګرتيا يي نه کوی نه ځان ورڅخه وساته

کېدای شی ځينی وخت انسان ستا هغه زخم وګوري چې په سر دی وي مګر له کوم زخم څخه چې شکايت کوی دهغی شعور نه شوی کولای

چاچې خپل مسلمان ورور ته له نورو خلکو پټ نصيحت وکړو نو نصيحت يي ورته وکړو او که چاورته دخلکو په مخ کی نصيحت وکړو نو ويي شرماوه

که چيرته ژوندون سخت نه وای نو دمورله خيټي درواتلو پرمهال به مو نه ژړلای

په کوهي کی لاړی ته تو کوه يوه ورځ به تری اوبه وڅښی

کله چې له ونی مڼه وغورځيږي ټول وايي مڼه وغورځيده صرف يو انسان وايي چې مڼه ولی ولويده

داسخت ندي چې ديوه ملګري لپاره قرباني ورکړی خو سخت دادی چې داسی ملګری پيداکړی چې دقربانۍ ورکولو وړ وي

په یوه لحظه کې ته داسی سوچ کوی چې زه پدی ټوله نړی کی يو شخص يم پداسی حال کې چې پدی نړئ کی به يو بل څوک وي چې هغه به دا وايي چې ته ټوله نړی يي

چاسره چې الله مينه ولري هرڅه سره مينه پیداکوي

هرڅه واړه پيليږي بيا ستریږي مګر مصيبت لومړی ستر پيليږي اوبيا وړيږي

شرم داندی چې ولويږو شرم دادی چې بيرته اوچت نه شو

ژباړه : محمد اکرم همت