سه شنبه , 30 اپریل 2024

د چاپیریال ساتنې په اړوند زموږ مسؤلیتونه

ليکنه: تهذیب الله مهذب

دا یو منل شوی او څرګند حقیقت دی چې لایزال رب په خپل حکمت او بلاغت سره په طبیعت کې هوا،اوبه،خاوره،ځنګلونه،ورشوګانې،نباتات او داسې نور حیه او غیر حیه ژوې د ځنځیر دکړیو په شان د ځمکې پرمخ پیدا کړي او رب العزت دې لپاره یې یو خاص تسلسل او توازن په طبیعت کې رامنځته کړی دی.

ددې لپاره چې په ټولنه کې افراد د یو بل سره ډیرې نږدې اړیکې لري په همدې خاطر د اسلام سپیڅلی دین نسبت نورو ادیانو ته د چاپیریال د سالموالي لپاره خاص قواعد او قوانین وضعه کړي دي،چې د هغې په تطبیق او عملي کولو سره یو سالم چاپیریال منځته راځي او کله چې چاپیریال سالم شي نو یقیناً پرته له شکه هغه افراد چې پکې ژوند کوي د هرقسم مرضونو څخه به په امن کې وي.

حکومت په دې برخه کې یو شمېر ګامونه اوچت کړې خو سره له دې چې بسنه نه کوي مګر داسې جوتېږي چې دپرمختګ په حال کې یو.

حکومت ویلی ؤ چې دکابل ښارچارچاپېره د لس زره هکتاره ځمکې په مساحت یوشین کمربند جوړوي چې یو شمیر نیالګي یې تیر کال یو څه سږ کال او نور هم باید هرکال کېښودل شي او ددغه کمر بند پروګرام باید په بشپړه توګه عملي شي په دې توګه به دحکومت ژمنه دولس په وړاندې عملي جنبه ونیسي.

دخاورو اوبواوهواپاک ساتل اودځنګلونو،ورشوګانواوشین چاپيریال خوندي کول په حقیقت کې دټولوافغانانوملي، اخلاقي اوانساني دنده ده،په نړۍ کې اوس د ژوند چاپیریال ته ښه کلکه پاملرنه کېږي ، هرهیواد په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه او پانګې اچونې لري ، خو له بده مرغه زموږ په هیواد کې لاهم دچاپیریال ستونزه یوه غټه ستونزه بلل کیږي. همدا اوس کومه هوا چې په کابل کې ده په هیڅ ډول ددغه ښار اوسیدونکو ته مناسبه نه ده سره له دې چې حکومت یو شمیر اقدامات کړي خو تراوسه لا هغه ډول چې لازمه ده هغې کچې ته دغه اقدامات نه دي رسیدلي چې ټولو لوروته د قناعت وړوي ، نو له دې کبله لازمه ده چې خلک هم په دې برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.

د چاپیریال ساتنې د خپلواکې ادارې رامینځته کیدل ، په کابل ښار کې په رسمي دفترونو کې د پنجشنبې دورځې رخصتي ، دشنو ونو او بوټو کرل ، دبې کیفته تیلو دواردولو مخنیوی ، زړو موټرو ته دجواز نه ورکول او یوشمیر نورې کړنې هغه اقدامات دي چې دولت سرته رسولي د هوا ډیرې ککړتیا ته په پام سره لایی هم ډیره ګټه نه ده کړي او باید چې دغه اقدامات نورهم پراخ شي .

شنونکي دښاري مناسب ژوند رامنځته کول ، دښار پراخول، له کوڅو او ډګرونو څخه دناولو اوناکاره توکو لرې کول ، دښارونو له مرکزي برخو څخه ددولتي ادارو لیږدول ، دواټونو پخول ، د ابورسولو او کانالیزاسیون سیستم معیاري کول ، د ښارد کثافات په خپل وخت سره پاکول او مناسب ځای ته یې انتقالول ، په ښارکې د لا ډیرو بیت الخلا ګانو جوړول ، دشنو ونو او بوټو لا ډیر کرل ، سهار او ماښام دواټونو په منځ کې اوبه شیندل او داسې نور هغه اقدامات دي چې دحکومت اړوندې څانګې باید په دې برخه کې اجرأت وکړي څوچې چاپیریال ساتنې ته ګټه ورسوي .

همدا راز خلکو ته د ژوند دچاپیریال ساتنې په اړوند معلومات ورکول،دمیډیا یا د رسنیو د لارې مختلف پروګرامونه جوړول،خلکو ته عامه پوهاوی کول، دښاري عالي فرهنګ دودول ، په ښوونځیو او پوهنتونو نو کې زده کوونکو ته په دې اړوند معلومات ورکول او دچاپیریال ساتنې په برخه کې دهغوۍ روږدي کول ، له بهرنیو تجربو څخه ګټه اخیستل ، په دولتي دفترونو کې پاکی ته پاملرنه او په دې اړوند دمجازاتو او مکافاتو او سالم رقابت رامنځته کول ، د چاپیریال پاکونې په اړوند د اشرونو او داوطلبانه کارونو دودول او ډیرول ، له بهرڅخه پرهغو توکو دراوړلو بندیز لګول چې روغتیا او چاپیریال ته تاوان اړوي ، دچاپیریال ساتنې دبهیر سره دمرستې لپاره دنړیوالو مرستو جلبول ، په خپله افغاني بودجه کې چاپییریال ساتنې ته زیاته ونډه ورکول او نور اړوند کارونه هغه اقدامات دي چې دولت ، خلک او ټولنیزې برخې باید ورته پام وکړي او په دې برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي.

هغه چې وایې وقایه تر معالجې او درملنې ارزانه او آسانه او ګټوره وي دناروغیو دلمنځه وړلو او کمولو لپاره زموږ هرهیوادوال مکلف دي چې دچاپیریال په ساتنه کې له هیڅ ډول هڅو ځانونه ونه سپموي .

زموږ هرهیوادوال باید پردې پوه شیي چې هره ورځ دچاپیریال ساتنې ورځ ده او موږ باید دخپل ژوند چاپیرل خپله دځان دګټې لپاره جوړ کړو ترڅو دناروغیو ، مرګونو او له دې بابته دنورو رامنځته شو بدمرغیو مخه ونیسو.

رسنیو او خلکو ته په کارده چې یواځې په یادولو او تشریفاتي او سمبولیک کارونو کار نه سمیږي باید چې دچاپیریال دساتنې په اړوند ټول اړخونه رغنده کړنې ترسره کړي که نه په هیواد او په تیره په ښارونو کې دتخنیکي او ترانسپورتي وسایلو او نفوسو په زیاتیدو سره به خدای مکړه له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شو،

حکومت به هم دراتلونکو وختونو او نورو کلونو لپاره په دې اړوند حتماْ اړین کارونه ترسره کړي او په دې برخه کې خپل اوږد مهاله پلانونه له همدا اوسه جوړ او کار پرې وکړي .

موږ نه یواځې پردې مکلف یو چې د اوسني نسل د ژغورنې روغتیا او چاپیریال سوچ وکړو بلکې د لسیزو او کلونو وروسته خپلو راتلونکو نسلونو د ژوندانه په فکر کې پاتې شو او خپل راکړل شوی مسؤلیت په تمامه معنا ادا کړو.