هند په بریالیتوب اګني دوه په نوم بالستیک توغندی ازمایلی

هندي چاروواکو ویلي یاد توغندی یې د اودیشا ایالت له یوې نظامي جزیرې څخه توغولی چې پخپل وخت هدف ته رسیدلی.

دغه توغندی تر ټولو پرمختللی بالستیک توغندی بلل شوی چې سلګونه کیلو متره لرې واټن کې هدف په نښه کولی شي.

هند تر دې وړاندې هم د اګني یو او اګني درې په نومونو د لیرې او لنډ واټن ویشتونکي توغندي ازمایلي چې اتومي کوپړۍ یا سرګلوله هم انتقالولی شي.

هند په دا وروستیو کې په کشمیر کې د پاکستان سره په ګډه پوله د تاو تریخوالي وروسته د لویو وچو ویشتونکو توغندیو کامیابې تجربې کړي.

دغه توغندی سه شنبې سهار توغول شوی چې د هند په سمندرګي کې پریوتی.