د خلکو او د وسلو ضد فعالانو لخوا د امریکا پر حکومت د تیرې چهارشنبې ورځې راهیسې ځکه فشارونه زیات شوي چې په فلوریډا ایالت کې یو وسله وال ځوان د یو ښوونځي اوولس زده کوونکي ووژل.
د راپورونو پراساس، په امریکا کې د وسلو د استعمال له امله هرکال نژدې دیرش زره خلک وژل کیږي او شاوخوا شپیته زره زخمي کیږي. د امریکا د اساسي قانون د دوېمې مادې پراساس، په امریکا کې هره تبعه چې قانون مني، اجازه لري چې یوه وسله ولري او وګرځوي.
په همدې وجه د وسلو لرلو موضوع په امریکا کې ګوندي بلل کیږي، سپینه ماڼۍ په دې ټینګار کوي چې د وسلو د احتمالي پیریدونکو سابقه باید په دقت وڅیړل شي.