لیکنه:ګلاب بهار
د تاریخ په لومړیو کې دانسانانو ضرورتونه ډیر ساده،محدود او کم ول،او په دې اساس دوی تر ډيره خودکفا ول،خو کله چې انسانانو ترقي او پرمختګ وکړ،ورسره جوخت د دوی په اړتیاوو او ضروتونو کې ډيرولی رامنځته شو،حتی یوې داسې مرحلې ته ورسیدل چې د خپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره نورو ته اړ او محتاج شول،چې دغې محتاجی سوداګري رامنځته کړ.
چې دا سوداګري د فرد او کورنیو نيولې آن تر قومونو او قبیلو ترمنځ مروجه شو؛خو د وخت په تیریدو سره په انساني ضرورتونو کې دومره زياتوالی او تنوع راغله،چې ويې نشو کړلی،چې خپل ضرورتونه په داخل دهېواد کې رفع کړي،دوی مجبور شول چې خپل سوداګریز روابط د بهرنیو هېوادونو سره ترسره کړي،چې اوس هم که یو هېواد هرڅومره پرمختللی وي،نه شي کولای چې خپل ټول ضرورتونه د هېواد په داخل کې رفع کړي،په دې اساس د خپلو ضرورتونو وړ شیان د نورو هېوادونو څخه لاسته راوړي او خپل احتیاجات پرې رفع کوي،چې ددغه احتیاجاتو د ډيروالي په وجه د مختلفو هېوادونو ترمنځ سوداګري رامنځته شوه،چې دغې سوداګرۍ ته پخپله بهرنۍ سوداګري ویل کيږي.
بهرنۍ سوداګري کولای شو په لنډ ډول داسې تعریف کړو:
بهرنۍ سوداګري د هغه سوداګرۍ څخه عبارت ده،چې په هغې کې د دوو يا څو مختلفو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د توکو او خداماتو تبادله صورت نیسي.یا ټولې هغه سوداګریزي اړیکي چې د یو هېواد د سرحداتو څخه د باندې صورت نیسي،دبهرنۍ سوداګرۍ په نوم ياديږي.چې دا ډول سوداګري هم په دوله ډوله دی:
الف-صادراتExport : د صادراتي سوداګرۍ څخه موخه ټول هغه اجناس او خدمات دي،چې ديو هېواد په داخل کې توليديږي،وروسته نور هېوادونو ته د خرڅلاو لپاره د هغوی انتقال صورت نيسي.
ب-وارداتImport : د وارداتي سوداګرۍ څخه موخه ټول هغه اجناس او خدمات دي،چې دنورو هېوادونو څخه يو هېواد ته داخليږي.
د بهرنۍ سوداګرۍ ځانګړتياوې Characteristics of Home Foreign
د بهرنۍ سوداګرۍ مهمې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
- په بهرنۍ سوداګرۍ کې توکي او اجناس د مختلفو هېوادونو ترمنځ تبادله کېږي.
- په بهرنۍ سوداګرۍ کې توکي او اجناس يوازې په ملي پيسو نه تبادله کېږي، بلکې د هر هېواد مطابق د هماغه هېواد په پيسو راکړه ورکړه صورت نیسي.
- په بهرنۍ سوداګرۍ کې د سوداګر لپاره د تصدیق پاڼې شتون اړین وي.
- بهرنۍ سوداګرۍ په لویه پيمانه صورت نیسي.
- په بهرنۍ سوداګرۍ کې د کورنۍ سوداګرۍ په نسبت توکو او اجناسو ته ډېر خطر موجود وي.
- په بهرنۍ سوداګرۍ سوداګرۍ کې د کورنۍ سوداګرۍ په نسبت د تراسپورت مصارف زیات وي.
- بهرنۍ سوداګري د هېواد د سرحداتو د باندې صورت نیسي.
ادامه لري…..