د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي رسنیو ته ویلي ، د کابل ـــ مزار په لویه لاره د سمنګان په څلور لارې کي د یوه باروړونکي او کرولا موټر د ټکر له امله څلور تنه وژل شوي دي.
د ویاند په خبره وژل شوي ټول د کرولا موټر مسافر وه.
دا په داسي حال کي ده چي د نوي کال د جشن د لمانځلو لپاره زرګونه افغانان مزار شریف ته ځي ، چي تر ډیره د کابل او مزارشریف په لویه لاره ګڼه ګوڼه وي.
صفت محبت