د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نننۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل وشي او ۵۲ نور ژوبل شوی دي.
د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو ته وویل چې ټپیان روغتونو ته لېږل شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل چې چاودنه کابل پوهنتون ته نېږدې د نوروز د مراسمو پر مهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوې اعلامیه کې د کابل نننی برید غندلی دی او دا يې د بشریت ضد جنایت بللی دی.
داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.