ریال سوسیداد د لالیګا لیګ یوې مخکښې او مشورې لوبډلې اتلتیکو مادرېد ته درې د صفر ګول په وهلو سره سخته ماتې ورکړه.
د سوسیداد لپاره لومړی ګول په ۲۷مه دقیقه کې ویلین جاس او په ۸۰یمه دقیقه کې جانمي ووهلو.
دې لوبه کې دوی دریم ګول د لوبې اضافي وخت کې وکړ.
اتلتیکو چې یوه پیاوړې لوبډله او دې سیالیو کې دویم مقام لري د ډیرو هڅو سره سره بیا هم په ګول بریالۍ نه شوه او دا ماتې ورته حیرانونکې وه.
د لالیګ لیګ ویب پاڼې د معلوماتو لمخې د تېرې شپې نورو لوبو کې ریال بتیس یو د صفر مقابل کې لاسپلماس، لیوانتا مالاګاته یو د صفر او جیرونا الاویس ته دوه د یو ګول مقابل کې ماتې ورکړه.
نصرت الله عمرزی