د کورنیو چارو وزارت وايي ، ځانمرګی برید نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په اړوندو کې د ټاکنو د نوم لیکنې د یوه مرکز په دروازه کې شوی دی چې له امله یې ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي برید د یو ځانمرګی له خوا تر سره شوی او ځان پورې یې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.
بل پلو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې ، د پیښې له ځایه ورته ۹ جسدونه او ۵۶ ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسلوالې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خبریال : صفت الله محبت