د انګلستان او آسترالیا ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ په څلورمه لوبه کې هم انګلستان لوبډلې آسترالیا ته ماتې ورکړه.
دې لوبه کې لومړی توپ وهنه آسترالیا لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلسان لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف ورکړ.
د آسترالیا لپاره توپ وهنه کې شاون مارش د ۱۰۱ او آرون فینچ د ۱۰۰ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.
ډیویډ ویلي ۴، مارک ووډ او عادل رشید دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
انګلستان لوبډلې یاد هدف د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۴۵م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو او ۳۲ توپونو په شتون کې وګټله.
توپ وهنه کې جیسن روی ۱۰۱ او بایرسټو ۷۹ منډې وکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربه توب د ۵ یو ورځنیو لوب لړۍ څخه یې څلور لوبې وشوې او ټولې انګلستان لوبډلې وګټلې، چې دریمه لوبه کې یې پرې په یو ورځنیو لوبو کې د زیاتو ۴۸۱ منډو جوړولو ریکارډ هم جوړ کړ.
د دې سیالیو په لړ کې وروستۍ یا ۵مه لوبه یې د روانې جون میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره کیږي.
نصرت الله عمرزی