هغه کسان چې نړۍ ته سره زر وړاندې کوي نړۍ کې یې د سرو زرو د کشفیاتو د لږوالي خبرداری ورکړی دی. دوی وایي چې د سرو زرو بدیل هم نه شته.
ار ټي رسنۍ د کان کېندونکو له خولې لیکلي چې دوی نوي کانونه نه شي موندلی.
د سویلي افریقا ۱۴۰ کلنه پخوانۍ کمپنۍ اوس له سخت بحران سره مخ ده. دا کمپنۍ یو مهال د نړۍ لویه کمپنۍ وه.
د افریقا د کانونو شورا وایي، پنځه اویا سلنه کانونه بې ګټې دي او یا په سختۍ سره پیسې جوړوي.
نک هولنډ چې د ګولډ فیلډ کمپنۍ اجراییه مشر دی وایي، زه فکر کوم هغه ورځې لاړې چې موږ به هر کال د تولید د لوړېدو په اړه خبرې کولې.
لیکوال:ځلاند وېبپاڼه