ددغه کمېسیون ویاند، سیدحفیظ الله هاشمي رسنیو ته ویلي ، چې د شمال په شپږو ولایتونو کې یې دفترونه د اعتراضي مظاهرو له امله تړل شوي دي.
په بلخ، فاریاب، سمنګان، سرپُل، جوزجان او ځیني نورو شمالي ولایتونو کې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان او د جنبش ګوند د غړي، نظام الدین قیصاري یو شمېر پلویان له څو ورځو راهیسې د هغه د توقیف پر ضد مظاهرې کوي.
په سمنګان، تخار او فاریاب کې هم تقریباً په ورته ډول، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دفترونو دروازې تړل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت تېره اوونۍ رسنیو ته ویلي وه ، چې نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې او له خپله صلاحیته د ناوړه استفادې په تور نیول شوی او د څېړنو لپاره کابل ته بیول شوی دی.
خبریال صفت الله محبت