سه شنبه , 30 اپریل 2024

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې يو ځانمرکی موخې ته تر رسېدو وړاندې وژل شوی دي.

په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لوا مسولين وايي په غني خېلو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د اووم کنډک په قرول کې يو ځانمرګی بريدګر چې په يو کرولا موټر کې سپرو و موخې ته تر رسېدو وړاندې د سرحدي ځواکونو له لورې په نښه او له منځه وړل شوی دی، چې وروسته يې موټر بم هم چاودنه کړې، د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وکړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

خبریال لوراند