سه شنبه , 30 اپریل 2024

عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ګډون او وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو د درې اویایمې عمومي اسمبلۍ بحثونه راتلونکې سه شنبه پيلیږي.

د حکومت اجرائیه رئیس مرستیال ویاند امید میثم وايي اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ګډون وکړي.

میثم وایی، ښاغلی عبدالله به راتلونکې اوونۍ په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړه چې نیویارک ته د عبدالله د سفر د اجنډا په اړه نور جزییات به وروسته روښانه شي.

تېرکال د ملګروملتونو په دوه اویایمه عمومي اسامبله کې افغان ولسمشر اشرف غني ګډون وکړ او وینا یې واوروله.

ښاغلي غني د دې غونډې په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالاتو له ولسمشر ډونالډټرمپ سره هم کتلي و.

خو دا ځل د ولسمشر غني پر ځای د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ځي.

ټاکل شوې چې د درې اویایمې عمومي اسمبلې بحثونه د راتلونکې سه شنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۵ پیل شي او د ټاکلي مهالوېش له مخې د افغانستان استازی د سپټمبر په ۲۶ مه نیټه وینا کوي.