ولسمشر غني له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني دغه غوښتنه پرون پروان ولایت کې په یوه ولسي غونډه کې وکړه.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

که څه هم خلک د دې ورځې امنیت ته اندېښمن دي خو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د سختو امنیتي تدابیرو ډاډ ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د دوشنبې په ورځ وویل، چې په ټول هېواد کې د ټاکنو په مرکزونو او محلونو کې یې د پولیسو د ځای پر ځای کولو چاره پیل کړې ده.