د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د اچین ولسوالۍ اړوند باغ درې سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې نهه تنه داعش وسله وسله وال وژل شوي او وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د خوګياڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د دولت ضد وسله والو پر ضد پيل شويو عملياتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغو عملياتو کې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند ۱۶ کلي هم له دولت ضد وسله والو طالبانو تصفيه شوي او يوه اندازه سپکې او درنې وسلې يې هم نيول شوي دي.
د خبر پاڼې په حواله په دواړو ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.